د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته

د اسلامي امارت یوشمېر چارواکو نن د کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو پرانېسته وکړه.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري په دې غونډه کې وویل، که څه هم افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د کرنې برخه کې لاسته‌راوړنې نه لري او نه هم د کرنې وزارت هڅې یې لپاره بسنه کوي.

امیرخان متقي ازبکستان ته: د قرارداد له مخې برښنا را خوشې کړئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، ازبکستان باید د قرارداد له مخې افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.
هغه چې نن د کرنیزې پراختیا د وجهي صندوق په پرانېست‌غونډه کې خبرې کولې، د ازبکستان له لوري د برښنا پر پرې کېدو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه هېواد باید د قرارداد له مخې، افغانستان ته برښنا را خوشې کړي.

اقتصاد وزارت: د ټاپي پروژې په پلي کېدو به ملي عواید لوړ او کاري بوختیاوې برابرې شي

اسلامي امارت وايي، د ټاپي پروژې د ښه پلي کېدو لپاره تیار دی چې د امنیت ټينګښت لپاره یې ځانګړي ځواکونه جوړ کړي. د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې ټاپي په سیمه کې مهمه اقتصادي پروژه ده او د امنیت په ټینګښت سره یې د پلي کېدو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

کابل ښاریان: د برښنا پرچاوۍ مو ژوند او کاروبار راخراب کړی

د روان کال لومړیو کې ازبکستان څخه د وارداتي برښنا تړون د یوه کال لپاره تمدید شو، خو له شاوخوا یوې اوونۍ وروسته، د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې ده. د کابل اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ زیاتېدو څخه شکایت لري او وايي، شاوخوا ۳ میاشتې کېږي چې د برښنا کمښت یې ورځنۍ چارې ور ټکنۍ کړي دي.

کابل کې تنور جوړوونکي: د تنرونو د پلور بازار ۵۰سلنه کم شوی

د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو کوڅې پخوانۍ ګڼه‌ګوڼه نشته او اوس دغه کوڅه یوازې د کوتې په شمېر د تنور جوړولو هټۍ تر سترګو کېږي. پخوا به د یادې کوڅې دواړو خواوو ته کوچني او لوی تنورونه د پلور لپاره کېښودل شوي وو او له لرې به یې د خلکو پام ځانته اړاوه.

د کرنې وزارت سرپرست: افغانستان د کرنې برخه کې لاسته‌راوړنې نه‌لري

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري وايي، سربېره پر دې چې افغانستان د طبیعي سرچینو او کرنې له پلوه شتمن هېواد دی، خو دې برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه د سلواغې دویمه کابل کې د «کرنیزې پرمختیا صندوق د اسلامي مالي محصولاتو» پرانېست‌غونډه کې کړې دي.