Asset 1SWN

د بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د «قران کریم» د یوې نسخې سوځول غندلي

325972909_3664966810406116_8061195293158284713_n

د بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د «قران کریم» د یوې نسخې سوځول په کلکو ټکو غندلی او دغه کار یې یو پاروونکی عمل بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د سلواغې دویمه په یوې خبرپاڼه کې د سویډن پر حکومت غږ کړی چې د یاد کار عاملانو ته سخته سزا ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه وزارت همداراز لیکلي: « سویډن حکومت باید د یادو کړنو مخه ونیسي او اجازه ورنه‌کړي چې راتلونکې کې څوک د اسلام دین پر ضد داسې وحشیانه او پاروونکې کړنې ترسره کړي.»

د راپورونو له مخې تېره ورځ د سویډن پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته د «قران کریم» یوه نسخه سوځول شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان سربېره، ترکیې او قطر هم دغه کړنه غندلې او د سویډن له حکومت یې غوښتنه کړې چې راتلونکې کې د ورته کړنو مخنیوی وکړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام