Asset 1SWN

کابل کې تنور جوړوونکي: د تنرونو د پلور بازار ۵۰سلنه کم شوی

کوچه_ی-تنورسازی-در-شهرآرای-کابل

د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو کوڅې پخوانۍ ګڼه‌ګوڼه نشته او اوس دغه کوڅه کې یوازې د کوتې په شمېر د تنور جوړولو هټۍ تر سترګو کېږي.

پخوا به د یادې کوڅې دواړو خواوو ته کوچني او لوی تنورونه د پلور لپاره کېښودل شوي وو او له لرې به یې د خلکو پام ځانته اړاوه.

د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو کوڅې یو‌شمېر تنور جوړونکي وايي، د پخوا په پرتله یې د تنرونو د پلور کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مسیح‌ وطن‌دوست چې شهرارا کوڅه کې د تنور جوړولو هټۍ لري، سلام‌وطندار ته وايي چې پخوا به یې د ورځې له څلور تر پنځو تنرونه پلور، خو اوس ټوله ورځ یو یا دوه تنرونه پلوري.

نوموړي وویل: «د خلکو اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی. پلور نیم برابر ښکته شوی دی. وختونه وو چې په اوونۍ کې به مو له ۴۰ تر ۵۰ تنورونه لوګر، پنجشېر او غزني ته لېږل، خو له تحولاتو وروسته ډېرې هټۍ تړل شوي. اول زموږ ترونه وو او د تره زامن و، کار په سمه توګه نه و، کار یې پرېښود او ایران ته لاړل.»

مسیح‌ چې له خپل پلار څخه د تنور جوړولو کسب زده‌کړی، د تنورونو د پلور په اړه وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، هغه به هم خپل پلارنی کسب پرېږدي او کډوالۍ ته به مخه کړي.

په ورته مهال احمدنوید چې هم د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو هټۍ لري وايي، د بازار نشتون له کبله یې له خپلو څلور هټیو، درې یې تړلې دي.

هغه زیاتوي: «زموږ سوداګري د پخوا په پرتله پنځوس سلنه کمه شوې او ډېرې هټۍ تړل شوي دي. پخوا مو څلور دوکانونه درلودل، اوس یو دوکان پاتې دی، درې نور دوکانونه مو تړلي دي. اوس په یوه اوونۍ کې یو تنور هم نه پلورل کېږي، باور به مو نه راځي، پخوا به ښه و، ما به په ورځ کې له یو څخه تر دوو تنرونه پلورل. پخوا به مو د ورځې دوه زره افغانۍ ګټلې، خو اوس د ورځې درې سوه افغانۍ هم نه ترلاسه کوو.»

د کابل شهرارا کوڅه چې نږدې ۹۰ کاله تاریخي مخینه لري پلازمېنه کابل کې یوه له تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه شمېرل کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تاریخي روایتونو پر بنسټ، د یادې کوڅې نوم د همدې سیمې د اوسېدونکو د کسب‌ او کار له امله کېښودل شوی او د دې سیمې ډېری اوسېدونکو دغه کسب له خپلو پلارونو زده‌کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام