کابل ښاریان له ککړې هوا سر ټکوي

یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د ښار هوا ډېره ککړه شوې او دوی یې نه یوازې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي، بلکې د ژوند چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
دوی پر اسلامي امارت نیوکه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره تدابیر نه‌دي نیولي او په خبره یې، بې‌غوري یې کړې ده.

بغلان کې یوه ځوان ځان را ځړولی او وژلی

د بغلان د امنیې قومانداني رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، یوه ځوان چې د دغه ولایت د اندراب ده‌صلاح ولسوالي د دیزک سیمې اوسېدونکی دی، ځان را ځړولی او وژلی دی.

افغانستان ته له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد د یوه بل کال لپاره نوی شو

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې افغانستان ته له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد د ۲۰۲۳ کال تر پایه نوی شوی دی.
د دغه شرکت په وینا، له ترکمنستانه د راغلې برښنا قرارداد نن دوشنبه د دغه هېواد په پلازمېنې عشق‌اباد کې لاسلیک شوی دی.

د متقي او قمي لیدنه؛ ایران یو ځل بیا د خپلې حق‌ابې غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ایران  سفیر او ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا د هلمند سیند څخه د ایران د «حق‌ابې» غوښتنه کړې ده. حسن کاظمي قمي دې لیدنه کې د هلمند سیند څخه د ایران د حق‌ابې پر ورکړې ټينګار کړی.

د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل؛ څه باندې پنځه میلیونه ماشومان واکسینېږي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال د پولیو «ګوزنډ» ضد واکسین د کمپاین لومړنی فرعي پړاو یې نن دوشنبه د سلواغې درېیمه په ۱۶ ولایتونو کې د څلور ورځو لپاره پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره څه باندې پنځه میلیونه ماشومان واکسین شي.

ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو دیني عالم وژلی

د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو دیني عالم وژلی دی. وژل شوی دیني عالم سراج‌الحق نومېږي او د یاد ولایت د «کوهستان دویمې حصې» ولسوالي د کیشکتان کلي اوسېدونکی و. د فایز په وینا، وژل شوی دیني عالم د «مولوي جلال‌الدین شهید» په نوم د یوه ښوونځي ښوونکی هم و.

بامیان کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې

د بامیان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی. د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد ولایت سیغان ولسوالي کې یوې ۱۶کلنې نجلۍ او د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي کې یوې ۵۰کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې ده.  د بامیان د امنیې قومنداني د خبرپاڼې له مخې، تراوسه معلومه نه ده چې دغو دوو ښځو ولې ځان‌وژنه کړې..