Asset 1SWN

د محمدوف او متقي لیدنه؛ «ترکمنستان له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابروي»

fffffffff

د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې اسانتیاوې برابرې او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې محمدوف دا څرګندونې د دغه وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې ترکمنستان افغانستان ته د ګازو او برښنا لېږد ته ځانګړې پاملرنه لري.

د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، امیرخان متقي په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې کړي او له افغانستان سره یې د ترکمنستان ښې اړیکې ستایلې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټاکل شوې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشري ترکمنستان ته تللی و، نن کابل ته راوګرځېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام