Asset 1SWN

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللی

F-Ministry-1

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن یکشنبه، کب پنځمه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې متقي او ورسره مل پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُردوف په بلنه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، امیرخان متقي به د دغه سفر پر مهال له خپل ترکمنستاني سیال سره د لیدني ترڅنګ د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

هغه لیکلي: «د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مُردوف په بلنه پر گڼو دوو اړخيزو مسايلو د خبرو اترو په موخه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بېره، د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوسپنې پټلۍ ادارې او برښنا شرکت چارواکي هم ګډون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام