جوزجان کې سبا د «قصاص حکم» پلی کېږي

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې چې سبا «دوشنبه د کب اوومه» دغه ولایت کې د «قصاص حکم» پلی شي.

دغه ریاست د جوزجان له ټولو اوسېدونکو غوښتنه کړې چې له برښنايي وسیلو «موبایل، کامره..» پرته دې د قصاص ځای ته ورشي.

ستانکزی: ډیورنډ پاکستان پورې تړاو نه‌لري او د چارواکو خبرې یې د منلو نه‌دي

د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ډیورنډ کرښه پاکستان پورې تړاو نه‌لري او په دې اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې د منلو وړ نه‌دي.

نوموړي کابل کې له یوې دیني مدرسې د نجونو فراغت‌غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ډیورنډ له انګرېزانو پاتې یوه کشاله ده چې پاکستان پورې تړاو نه‌لري.

امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشري د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل نن یکشنبه، کب پنځمه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې متقي او ورسره مل پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُردوف په بلنه یاد هېواد ته سفر کړی دی.