Asset 1SWN

جوزجان کې سبا د «قصاص حکم» پلی کېږي

uploads_2022_12_947a3b08-525c-4e90-97b4-8e0ad825d219-20221209_140550

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې چې سبا «دوشنبه د کب اوومه» دغه ولایت کې د «قصاص حکم» پلی شي.

دغه ریاست د جوزجان له ټولو اوسېدونکو غوښتنه کړې چې له برښنايي وسیلو «موبایل، کامره..» پرته دې د قصاص ځای ته ورشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خبره شوې یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قصاص به د شبرغان ښار لوبغالي «سټډیوم» کې اجرا شي.

خو په خپره کړې خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویل شوي چې پر څو کسانو او د کوم جرم له کبله به د قصاص حکم جاري شي.

سرپرست حکومت له دې وړاندې د تېرې اوونۍ پن‌شنبه پر ورځ د کب درېیمه غزني کې هم پر دوو کسانو د قصاص حکم جاري کړ.

د غزني محلي مسوولانو په وینا، دغه دوه کسان چې د غزني د اندړو ولسوالي او د میدان‌وردګ د لونه‌يي سیمې اوسېدونکي وو، دو کاله وړاندې د وژنې «قتل» په تور نیول شوي وو.

د غزني والي محمدامین جان علي د قصاص پر مهال وویل چې د وژل شویو کسانو کورنیو د ا.ا او قاتلینو عذر او ننواتې ونه‌‌منلې او د قصاص غوښتنه یې کوله.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چارواکو په وینا، د قصاص حکم د سرپرست حکومت د یو‌شمېر چارواکو او د غزني د سلګونه اوسېدونکو په شتون کې جاري شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام