Asset 1SWN

غزني کې پر «دوو کسانو» د قصاص حکم جاري شوی

Shalaq-pywlmhgqrdf0icu7ti04sbegh3n833vsm9bnzud4so

د غزني محلي مسوولان وايي چې نن «پنج‌شنبه، کب درېیمه» دغه ولایت کې یې پر دوو کسانو د قصاص حکم جاري کړی دی.

دغه دوه کسان چې د غزني د اندړو ولسوالي او د میدان‌وردګ د لونه‌يي سیمې اوسېدونکي وو، دو کاله وړاندې د وژنې «قتل» په تور نیول شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پر یادو کسانو نن شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د ا.ا د مشر فرمان پر بنسټ، د غزني ښار «دشت علي لالا» سیمې د فوټبال لوبغالي کې اجرا شوی دی. دغه دوه کسان په ډزو ویشتل شوي او قصاص پرې جاري شوی.

د غزني والي محمدامین جان عملي د دغو دوو کسانو د قصاص پر مهال وویل چې د وژل شویو کسانو کورنیو د ا.ا او قاتلینو عذر او ننواتی ونه‌مانه او د قصاص غوښتنه یې کوله.

د چارواکو په وینا، د قصاص حکم د سرپرست حکومت د یو‌شمېر چارواکو او د غزني د سلګونه اوسېدونکو په شتون کې جاري شوی دی.

هغه کسان چې د قصاص حکم پرې جاري شوی، سیدجمال او ګل‌خان نومېږي چې یو یې د غزني د اندړ او بل یې د میدان‌وردګ اوسېدونکي وو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یادو کسانو دوه کاله وړاندې د امیرمحمد او محمدقسیم په نومونو دوه کسان په جلا جلا پېښو کې وژلي وو او د ځینو نورو کسانو پر وژنه هم تورن وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام