Asset 1SWN

سلام وطندار

فولکر تورک: افغانستان کې دې د خلکو په دُرو وهلو او قصاص لړۍ ودرول شي

TURK-ONU

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د بشري حقونو نړیوالې ورځې له را رسېدو سره هم‌‌مهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د حد او قصاص جاري کول د الله حکم دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان په اړه مسوولانه خبرې وکړي او اسلامي ارزښتونو او د افغانانو فرهنګ ته دې هم سپکاوی نه کوي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت له لوري د منحل شوي بشري حقونو کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ترینګلی بولي. هغې ویلي، اسلامي امارت د ټولنې پر بنسټیزو ستونزو د تمرکز پر ځای، د بشري حقونو نقض ته دوام ورکوي.

بله‌خوا د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، که څه هم د بشري حقونو منشور له الهي ادیانو الهام اخیستی، خو په خبره یې، هغه سازمان چې دغه منشور پلی کوي، له هېوادونو سره دوه‌ګونی چلن کوي.

هغه زیاتوي: «د بشري حقونو منشور چې له الهي ادیانو څخه یې الهام اخیستی، ۷۴ کاله وړاندې لیکل شوی. ستونزه دا ده، هغه سازمان چې دغه منشور پر هېوادونو پلی کوي، د ځینو هېوادونو په اړه چوپتیا غوره کوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې په تېرو شلو ورځو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر بېلابېلو جرمونو محکوم شوي کسان په دُرو وهل شوي او په فراه ولایت کې بیا یو کس قصاص شوی هم دی.

د اسلامي امارت دغه کار د نړیوالې ټولنې، په تېره د بشري حقونو د اړوندو بنسټونو غبرګونونه را پارولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام