تېر کال افغانستان کې ۱۳۰ کسانو ته تعزیري او د قصاص سزاوې ورکړل شوي

اسلامي امارت د بشري حقونو اړوندو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له نیوکو سره سره بیا هم د خلکو په مخ کې د حدودو او قصاص لړۍ ته دوام ورکړی دی. سترې محکمې د دغو سزاوو په وروستۍ قضیه کې ویلي چې په لوګر کې یې د یوې ښځې په ګډون، شپږ کسان له ۲۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

فولکر تورک: افغانستان کې دې د خلکو په دُرو وهلو او قصاص لړۍ ودرول شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د بشري حقونو نړیوالې ورځې له را رسېدو سره هم‌‌مهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.