غزني کې پر «دوو کسانو» د قصاص حکم جاري شوی

د غزني محلي مسوولان وايي چې نن «پنج‌شنبه، کب درېیمه» دغه ولایت کې پر دوو کسانو د قصاص حکم جاري کړی دی.

دغه دوه کسان چې د غزني د اندړو ولسوالي او د میدان‌وردګ د لونه‌يي سیمې اوسېدونکي وو، دو کاله وړاندې د وژنې «قتل» په تور نیول شوي وو.
د چارواکو په وینا، د قصاص حکم د سرپرست حکومت د یو‌شمېر چارواکو او د غزني د سلګونه اوسېدونکو په شتون کې جاري شوی دی.

سرپرست حکومت: نړیوالو غونډو کې د ا.ا ګډون او هېوادونو رښتین‌ولي اړینه ده

د افغانستان په اړه تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه څلور غونډې پلان شوي چې له هغې ډلې د بشکیک او دوحې غونډې شوي، خو په پام کې ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غونډې د همدې میاشتې پر ۲۶ او ۲۷ نیټه جوړه شي.

د روزګان روغتیايي چارواکي: دغه ولایت کې د مور او ماشوم مړینې کچې ټيټه شوې

د روزګان روغتیايي مسوولان وايي، د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې د دغه ولایت لرې‌پرتو سیمو کې تازه یوشمېر روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې ورسره د مور او ماشوم د مړینې کچه د پام وړ راکمه شوې.

د مسوولانو په وینا، د مور او ماشوم د مړینې کچې صفر کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.