Asset 1SWN

سرپرست حکومت: نړیوالو غونډو کې د ا.ا ګډون او هېوادونو رښتین‌ولي اړینه ده

ارګ-1-qh4t0ug5d0w8zpuzqw0kf5dgyphx3j3rl4mxyuzzbc

د افغانستان په اړه تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه څلور غونډې پلان شوي چې له هغې ډلې د بشکیک او دوحې غونډې شوي، خو په پام کې ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غونډې د همدې میاشتې پر ۲۶ او ۲۷ نیټه جوړه شي.

سرپرست حکومت دغو غونډو ته په غبرګون کې د افغانستان په اړه د هرې غونډې د مثبتو پایلو لپاره خپل شتون مهم بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان په اړه د دوحې ناستې مثبته پایله نه درلوده او د ورته نړیوالو غونډو د مثبتو پایلو لپاره د اسلامي امارت حضور او د هېوادونو صداقت مهم دی.

نوموړي په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «موږ د دې غوښتونکي یو چې هر خوا او تر هر عنوان لاندې غونډې کېږي، افغانستان باید په‌کې ګډون ولري او استازی ولري او هېوادونه هم باید په رښتینې توګه افغانستان سره همکاري وکړي، څو وکولای شو موضوعات حل کړو.»

د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، د افغانستان په اړه د ځینو هېوادونو نه‌ریښتونولي او دوه ګونی چلند د دغه ډول غونډو پر وړاندې له عمده ننګونو څخه دي.

د افغان ملت د پیوستون جریان مشر محمدزلمي افغانیار پوپل وویل: «تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه ډېرې نړیوالې غونډې شوي او څو ناستې یې ملګروملتونو مدیریت کړي، خو یادو ناستو د خبرپاڼو له خپرولو پرته، افغانانو ته څه نه‌لرل.»

یوشمېر کارپوهان بیا د افغانستان په اړه د غونډو جوړول، ځکه مهم بولي چې په وینا يې، د نړیوالو پام د افغانستان د ستونزو هواري ته دی. دوی ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د افغانستان په اړه له نړیوالو غونډو څخه د یوه فرصت په توګه کار واخلي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ضیا حسیني وویل: «یقیننآ ا.ا په یوې اساسې لوبې سره له نړیوالو کنفرانسونو ښه استفاده کولای شي، که له دې ناستو استفاده وشي، افغانستان به یو ځل بیا خپل ځای ترلاسه کړي او په نړیوال تمرکز به بدل شي. کېدای شي چې له دې ناستو ښه استفاده وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې په دوحه کې وروستۍ غونډه د افغانستان په اړه په نړۍ کې یوه له مهمو غونډو څخه وه چې د اسلامي امارت له حضور پرته ترسره شوه او روسیې دغه غونډه ناکامه وبلله؛ خو امريکا او اروپايي ټولنې بیا دغه غونډه مهمه او مثبته بللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام