Asset 1SWN

نړیوال بانک په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

ssssssssss

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له قوله لیکلي چې نړیوال بانک په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو پای ته رسېدل، د نړیوال بانک د نیمه‌کاره پروژو بیاپیل او په افغانستان کې د بانکي سېسټم پیاوړتیا به د دې غونډې مهم د اجندا مهم ټکي وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ارګ په خبرپاڼه کې د یادې غونډې د مشخص ځای او وخت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو په یوه برخه کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له قوله لیکل شوي:

«نړیوال بانک به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي. په دې غونډه کې به د افغانستان د بانکي سکټور د ودې، د بندیزونو پای ته رسولو او د نړیوال بانک د نیمه‌کاره پروژو د بیاپیل په اړه بحث او خبرې وشي.»

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبير په دې غونډه کې په افغانستان کې د نړيوال بانک د نيمه‌کاره پروژو د بیاپيل هرکلى کړی دی.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب هم د نړیوال بانک د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لرې کول او په هېواد کې د نړیوال بانک د نیمه‌کاره پروژو بیاپیل کولای شي افغانستان له اقتصادي ستونزو څخه راوباسي.

بله‌خوا د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو بیاپیل د ارزښت په اړه وایي: «د نړیوال بانک د پروژو بیاپیل چې مخکې اووه‌نیم زره پروژې وې او یولک کسانو په‌کې کار کاوه، ډېره ښه خبره ده. زموږ نورې ستونزې بانکي محدودیتونه دي، که دا ستونزه هم حل شي او پروژې په خوځښت راوستل شي، موږ د نړۍ سیاسي او اقتصادي تعاملاتو ته لا ډېر نږدې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې نړیوالې ټولنې که څه هم په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو بیا یې هم د بشري مرستو په رسولو سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام