Asset 1SWN

ملګري ملتونه سبا قطر کې د افغانستان وضعیت په اړه غونډه جوړوي

0B2CC688-3877-4D64-B085-6370C7E00FEC_cx0_cy4_cw0_w1200_r1

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان وضعیت ارزونې په تړاو، سبا «یکشنبه، سلواغې ۲۹مه» دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي.

که څه هم تراوسه د دغې ناستې کره اجنډا نه ده په ډاګه شوې، خو ویل شوي چې یاده ناسته کې به د افغانستان پر وضعیت، له اسلامي امارت سره د نړیوالو اړیکو پر څرنګوالي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له‌خوا د ځانګړي استازي پر ټاکلو او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سرمنشي د ځانګړي همغږي‌کوونکي د خپلواکو ارزونو په اړه بحث او خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي هم ګډون ولري.

اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي و چې د دوحې په غونډه کې د ملګروملتونو له‌خوا د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو تراوسه دا نه ده روښانه شوې چې غونډه کې به د اسلامي امارت کوم استازی ګډون وکړي، که نه.؟

په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه څرګنده نه ده چې د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت استازی ګډون کوي، که نه؟ خو زیاته یې کړه چې اسلامي امارت له دې غونډې څخه د ګډون او نه ګډون په صورت کې هم بېلابېلې غوښتنې او تمې لري.

نوموړي وویل: «تر هغو چې موږ دریځ معلوم نه‌شي، غوښتنې مو نشو یادولی، ځکه که لاړو او ګډون مو وکړ، یو ډول غوښتنې او توقعو به ولرو او که ګډون مو ونه‌کړ، بل ډول توقع لرو.»

د افغانستان په اړه د دوحې دویمه غونډه د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربه‌توپ داسې حال کې جوړېږي چې ځینې یې د دې ناستې مثبتو پایلو ته هیله‌من دي، خو یوشمېر نور یې بیا په اړه نیوکې لري.

پر دې غونډه تر ټولو مهمه نیوکه دا ده چې په دغه ناسته کې به هېڅ افغان ښځینه فعاله ګډون ونه‌لري. د بښنې نړیوال سازمان د دې غونډې له ګډونوالو غوښتي، د اسلامي امارت د قانع کولو لپاره هڅه وکړي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.

له دې ټولو سره سره، د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون لپاره د دوحې ناستې په پایلو باور نه لري.

هغه وویل: «د دې ناستې پایلې به دا وي چې اسلامي امارت سره تعامل ډېر شي او سفارت‌خونې به پرانېستل شي، اقتصادي او بشري مرستې به وشي چې ښايي له ناستې وروسته به پلې او د دې ناستې د اجنډا نورې برخې چې بحث به هم پرې وشي، هغه به عملي نه‌شي، په ځانګړې توګه هغه اجنډا چې ا.ا مخالف وي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دوحې غونډه داسې حال کې جوړېږي چې تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه لسګونه نړیوالې غونډې جوړې شوې؛ خو لا هم په دغو غونډو کې ګډونوال نه دي توانېدلي چې د افغانستان لپاره یوه واحده نړیواله تګلاره ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام