ملګري ملتونه سبا قطر کې د افغانستان وضعیت په اړه غونډه جوړوي

که څه هم تراوسه د دغې ناستې کره اجنډا نه ده په ډاګه شوې، خو ویل شوي چې یاده ناسته کې به د افغانستان پر وضعیت، له اسلامي امارت سره د نړیوالو اړیکو پر څرنګوالي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له‌خوا د ځانګړي استازي پر ټاکلو او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سرمنشي د ځانګړي همغږي‌کوونکي د خپلواکو ارزونو په اړه بحث او خبرې وشي.

د کابل-لوګر لویې لارې موټرچلوونکي: پیسې راڅخه اخلي، خو تم‌ځایونه نشته

د کابل-لوګر لويې لارې یوشمیر موټرچلوونکي وايي چې د دې لارې موټرو لپاره د تم‌ځایونو نشتون  له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د کابل- لوګر لیني موټرو لپاره پلازمېنه کابل او  پُل‌علم کې تم‌ځایونه نشته او په وینا یې، په ډېرې سختۍ سورلۍ پیدا کوي.

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي نن پیلېږي

ټاکل شوې چې د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» شل اووره سیالي نن شنبه د فبرورۍ ۱۷مه د دغه هېواد په لاهور ښار کې پیل شي.

د یاد لیګ په لومړي لوبه کې به لاهور قلندرز له اسلام‌اباد یونایټډز سره لوبه وکړي. دغه سیالي به نن شپه ۷:۳۰ بجې د لاهور په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

افغانستان او سریلانکا نن د ۲۰‌اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ له ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن «شنبه، سلواغې ۲۸مه» د سریلانکا د «رنګي‌ري ډمبولا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

ستانکزی پاکستان ته: له بې‌ځایه تبصرو لاس واخلئ، ډیورنډ نه‌منوو

د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې پاکستان دې له بې‌ځایه څرګندونو لاس واخلي او په وینا یې، «ډیورنډ کرښه» به هېڅ‌کله ونه‌مني.

نوموړي دغه څرګندونې پُل‌علم کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۵ کليزې په مناسبت جوړې شوې يوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.