Asset 1SWN

افغانستان او سریلانکا نن د ۲۰‌اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

untitled-design-2023-10-30t225455-1698687058

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا په کوربه‌توب د دغه هېواد د کرېکټ له ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن «شنبه، سلواغې ۲۸مه» د سریلانکا د «رنګي‌ري ډمبولا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان له دې وړاندې سریلانکا ته لومړی، یوازینۍ ټسټ لوبه او له هغه وروسته د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ بایللې او هڅه به وکړي چې د شل اووره سیالیو کېدونکې لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

دواړو لوبډلو لا له وړاندې کېدونکې شل اووره سیالیو لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړې چې افغان لوبډله به له راشدخان او مجیب‌الرحمن پرته ډګر ته ښکته شي.

حضرت‌الله ځاځی، وفادار مومند، محمداسحاق او نجیب‌الله ځدراڼ هم د لوبغاړو په اعلان شوي نوملړ کې لیدل کېږي.

سریلانکا هم خپله لوبډله کې د شل اووره سیالیو لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړې چې تر ډېره د شل اووره سیالیو، لوبېدونکي لوبغاړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان او سریلانکا په وروستیو مخ شویو پنځیو شل اووره لوبو کې یوازې دوه ځلې سریلانکا ته ماته ورکړې او درې سیالي یې سریلانکا ته بایللې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام