Asset 1SWN

افغانستان او سریلانکا نن دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي

375690

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه د فبرورۍ ۱۱مه د کوربه سریلانکا د «پالي‌کالي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغان لوبډلې د یادې لوبلړۍ په لومړي سیالي کې له سریلانکا لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه چې ورسره د درېوو یو ورځنیو سیالیو روانه لوبلړۍ کې سریلانکا ۱-۰ مخکې ده.

که څه هم لومړۍ لوبه کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د سیالي ټاس وګاټه، خو لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې سریلانکا ترې پوره ګټه واخیسته.

سریلانکا لوبډلې په توپ‌وهنه کې بهترینه لوبه وکړه او د پاتوم نېسنکا د غبرګو سیلیزو پر مټ یې افغانستان ته د ۳۸۲ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې چې د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره له ۶۰ په کمو منډو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، ولسمشر محمدنبي او عظمت‌الله عمرزي کم‌سارې توپ‌وهنه وکړه او دواړو سلیزې جوړې کړې.

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی پاتوم نېسنکا د توپ‌وهنې پر مهال

محمدنبي ۱۳۶ او عظمت‌الله عمرزي ناسوځېدلې ۱۴۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ورکړل شوي هدف په ځواب کې ۳۳۹ منډې جوړې او د ۴۲ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.

لومړۍ سیالي کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌اچوونکي هم ښه ونه‌ځلېدل او یوازې محمدنبي په لسو اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې هم ترلاسه کړه. پاتې یوه افغان تو‌پ‌اچوونکي هم د سریلانکا توپ‌وهونکي له منډو ایسار نه‌کړل شوای.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان او سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې افغان لوبډلې یوازې یو ځل سریلانکا ماته کړې او پاتو کې بری د سریلانکا دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام