د روغتیا نړیوال سازمان رییس تېدروس ادهانوم ګیبریوس ویلي، سره له دې چې بشري ناورینونه ټول انسانان یو ډول تر اغېز لاندې راولي، خو دغو ناورینونو سره بیا د نړۍ مبارزه توپیر کوي.

دی وايي، نړۍ چې څومره پام اوکراین ته کړی، یوه برخه یې افغانستان او نورو اړمنو هېوادونو ته نه‌دی شوی. د هغه په وینا، نړیوال د نورو هېوادونو بېړنی وضعیت جدي نه‌ګڼي او مرستو کې توپيري چلند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګیبریوس وویل: «له شک پرته چې اوکراین ته پام مهم دی، خو د اوکرین په پرتله افغانستان، سوریې او نورو هېوادونو ته توجه نه‌ده شوې. باید په څرګند او صادقانه ډول ووایم چی نړۍ نژادونو سره یو ډول چلند نه‌کوي، له ځینو سره زیاتی کوي. ما ته دا خبره دردونکې ده، زه یې وینم، منل یې سخت دي، خو همداسې کېږي.»

د روغتیا نړیوال سازمان مشر هیله‌مند څرګنده کړې چې نړۍ د ټولو انسانانو له ژوند سره یو ډول تعامل وکړي. سره له دې چې د موضوع په تړاو د عامې روغتیا وزارت ویاند د مرکې کولو ژمنه کړې وه، خو بیا یې د سلام‌وطندار اړیکې ته ځواب ور نه کړ.

ورته وخت کې کابل کې د ډاکټروانو ټولنې مشر او د اندراګاندي د ماشومانو روغتون رییس ډاکټر فیاض صافی هم د نړیوالو دوګونی چلند مني.

دی وایي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د روغتیا برخې سره مرستې کمې شوي، خو د اوکراین له جګړې راهیسې د نړیوالو مرستې په نشت‌ حساب دي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د صحت په برخه کې اړینې مرستی نه دي شوي. زمونږ د روغتیا برخه کې ستونزې شته. د ګوتو په شمېر که څه شوي وي، هغه به وي، نور د افغانانو د اړتیا په مطابق، د هېوادوالو د دردونو او د ناروغیو د رفع کولو لپاره مرسته نه‌ده شوې.»

کابل کې د اتاترک روغتون متخصص ډاکتر نورالحق یوسفزی هم ورته نظر لري او وایي، دې وروستیو څو میاشتو کې د روغتیا په برخه کې په ځانګړې توګه د ماشومانو د روغتیا په تړاو منفي بدلونونه راغلي.

ده وویل، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د شمېرو له مخې، له ۵۰ سلنه ډیر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او ځینې هغه ناروغۍ چې پخوا تر کنټرول لاندې وې، اوس د مرستو نه‌شتون له امله کنټرول څخه وتي دي.

د هغه په وینا، یوازې څو میاشتو کې له ۵۰ زرو ډیر ماشومان په شري اخته شوي او ګڼ ماشومان یې مړه کړي دي. د اتاترک روغتون متخصص ډاکتر نورالحق یوسفزی زیاتوي، د اوړي موسمي ناروغیو په اړه هم اندیښنې ډیرې شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رپوټونو پر اساس، د اسلامي امارت له راتلو وروسته افغانستان له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي، د افغانستان ۹۸ سلنه نفوس کافي خواړه نه‌‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام