د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي.

د ملګروملتونو سرمنشي همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې القاعده او دې ډلې پورې تړلې نورې ډلې د «زیان رسولو لپاره د ستر ځواک» د بیا ترلاسه کولو په حال کې دي. ګوترېش دا هم ویلي چې داعش په سوریه کې له ماشومانو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د ملګروملتونو سازمان سرمنشي په خپلو خبرو کې ترهګرۍ او افراط‌ګرايۍ ته په اشارې وویل، دغه دوه پدیدې «ښکارنده» هغه ځای کې وده کوي چې بې‌وزلي، لوږه، نابرابري او بې‌عدالتي موجوده وي.

نوموړی تل پاتې پراختیا د ترهګرۍ او افراط‌ګرايۍ د مخنیوي لپاره یوازینۍ لار بولي.

بل‌خوا انتونیو ګوترېش په دې ناسته کې د اوګراین او روسیې ترمنځ د ناندریو له ډېروالي هم اندېښنه وښوده او دواړه لوري یې سیاسي جوړجاړي ته وهڅول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اقلیمي ناورین او همداراز کورونا ویروس هم له هغو موضوعات وو چې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ورته په خپلو خبرو کې اشاره وکړه او ټينګار وکړ چې د کورونا ناورین د هېوادونو اقتصادي نظام زیانمن کړی او اقلیمي ناورین هم له کنټرول څخه بهر شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام