د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یا یونیسف له افغانستان سره ۳۲ ټنه د روغتیايي توکو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولي یا یوناما نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یونیسف د طبي تجهیزاتو لومړۍ الوتکه پرون ورځ د اروپا د مدني خوندیتوب هوايي پُل او د بشري مرستو د عملیاتو له لارې کابل ته رسېدلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یوناما د خبرپاڼې له مخې، په دغو مرستو کې ۳۲ټُنه اړین درمل، انټي بیوټيک او د جراحۍ لوازم شامل دي.

دغه مرستې په داسې حال کې افغانستان ته رسېږي چې هېواد په جدې توګه د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی. په افغانستان کې د یونیسف استازی هرو لوډویک ډي لیس ویلي چې دغه طبي تجهیزات په بحراني حالت کې د میندو او ماشومانو لپاره په پام کې نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د بحرانونو په زیاتېدو سره ماشومان او میندې ډېر د روغتیايي او خوراکي ستونزو له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د مرستو د برابرولو له ډاډ څخه مننه کړې او د دغو مرستو د دوام غوښتونکی شوی.

بل‌خوا کابل کې د چین سفیر وانګ یو  په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، خپله د بشري مرستو لومړی چوپه افغانستان ته استولې ده. د چین سفیر ویلي چې دغو مرستو کې کمپلې او ګرمې جامې شاملې دي.

وانګ یو زیاته کړه چې دغه مرستې د چین د خلکو او افغانانو ترمنځ د ژورې ملګرتیا ښکارندوي کوي. د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د چین په دغو مرستو کې ۴۰۰۰۰ کمپلې او ۳۷۸۰ ګرم جاکټونه شامل دي. دغه وزارت ویلي چې دغه مرستې به په کور دننه بې‌ځایه شویو باندې ووېشل شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې چین له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د افغانستان د خلکو لپاره د ښه ژوند برابرولو په موخه هر راز مرستې ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو له امله، له ټول هېواد څخه ګڼ‌شمېر کورنۍ په کور دننه امنو سیمو ته بې‌ځایه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بې‌ځایه شوي له خپل خراب اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي. په همدې حال کې نړیوالو بنسټونو د بې‌ځایه شویو او په ټوله کې د افغانانو له خراب ژوند څخه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام