د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه ۱۶ مخیز راپور کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین د اندېښنې وړ دی.

ګوترېش بیړنۍ بشري حالت، ستر اقتصادي کسر، د بانکدارۍ او اقتصادي نظام سقوط په هېواد کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په وړاندې له سترو ننګونو څخه بولي.

هغه په دې راپور کې ویلي چې اوسمهال افغانستان له څو ناوریونونو سره مخ  دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې ۱۸.۵ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لرله، خو د نوي کال په راتلو سره  د اړو کسانو شمېر له  ۲۴ میلیونو څخه هم اوړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکي د اقتصادي بحران ستر لامل هېواد کې سیاسي ناورین بولي او وایي، که چېرې اسلامي امارت حکومت ته ملي او نړیوال مشروعیت ور نه‌کړل شي، د اقتصادي ناورین لمن به تر دې هم پراخه شي.

اقتصادي شنونکی ذکریا حیدري وایي: « د افغانستان اقتصادي ستونزه تر ډېره سیاسي ده. همدې امله په لومړي سر کې که چېرې مونږ ونه شو کړای په هېواد کې سیاسي ثبات رامنځته کړو او حکومت ته ملي او نړیړال مشروعیت ورنکړو د دې ناورین لمن ټولول به ډېر ګران وي. »

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د افغانستان د اوسني وضعیت پړه پر نړیوالې ټولنې وراچوي او وایي، اقتصادي بحران تېر حکومت کې هم موجود و او اسلامي امارت هڅه کوي چې له کورنیو او بهرنیو منابعو څخه په ګټې اخیستو دغه ستونزه حل کړي.

افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، زرګونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او نړیوالو بنسټونو هم په وار وار هېواد کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام