د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتیرېش وايي چې له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستان څخه ملاتړ د ملګرو ملتونو او د ټولیز امنیت د تړون سازمان د همکاریو په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون د یاد سازمان د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان او د ټولیز امنیتي تړون سازمان چې «ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرقیزستان، روسیه او تاجکستان» یې غړي دي باید په دې برخه کې خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ګوتیرېش همداراز په افغانستان کې د روان ترینګلي وضعیت له امله هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ترهګرۍ نه یوازې د سیمې امنیت، بلکې د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

نوموړي زیاته کړې، اقتصادي ستونزې، د وزګارتیا ډېرېدل او د انساني ناورین رامنځته کېدل ناهیلۍ ته لمن وهي او افراط‌ګرايي او ترهګرۍ ته وده ورکوي.

په ورته مهال د ګوتیرېش په وینا، د سیمې له سازمانو له هغې ډلې د ټولیز امنیتي تړون سازمان سره د ملګرو‌ملتونو نږدې همکاري د راټوکېدونکو ترهګریز ګواښونو د مخنیوي، د ثبات راوستو او په ټوله کې د انسان د ځان ژغورنې لپاره اړینه ده.

د ملګرو‌ملتونو سازمان سرمنشي ټينګار کړی چې یاد سازمان د همکاریو پیاوړتیا لپاره ژمن دی او د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره پر خپلو سیمه‌ییزو شریکانو باور لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه هېواد به د ترهګرو پر امن پټن‌ځای بدل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام