د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا په یوه رپوټ کې ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو محدودولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.

د رپوټ پربنسټ، افغانستان کې ترهګرې ډلې د تېرو کلونو په پرتله له ډېرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په تازه‌ګۍ سره د القاعدې شبکې د بنسټ اېښودونکي اسامه بن لادن زوی عبدالله د تېر کال په اکتوبر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې په موخه دغه هېواد ته ورغلی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو اسلامي امارت دغه رپوټ ردوي او وايي چې افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو شتون حقیقت نه لري. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، داسې یو رپوټ چې په‌کې هېڅ شواهد او ثبوت نشته‌، د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دی.

دغه وزارت ټينګار کړی چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې سره سم پر خپلو ژمنو عمل کړی او چا ته به اجازه نه ورکوي چې افغانستان د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري.

په ورته مهال یاد وزارت همداراز ویلي چې د اسلامي امارت حکومت د یوه مسوول نظام په توګه له شته امکاناتو او فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات راوستو کې مهم رول لري او په وینا یې، د امنیت شورا په ګډون ټول اړخونه باید دا حقیقتونه ومني او پر مسوولیت ولاړې څرګندونې دې وکړي.

د امنیت شورا پر بندیزونو د څار ډلې په ۳۹ تحلیلي رپوټ کې راغلي، د ۲۰۲۱کال د اکتوبر میاشتې وروسته، افغانستان کې امنیتي لیدلوری بدل شوی او په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو محدودولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي نیول شوي.

د امنیت شورا په وینا، د اسلامي امارت د حکومت له شپږ میاشتو تېرېدو وروسته، افغانستان کې دا زمینه برابره ده چې د القاعدې او د سیمې او منځنۍ اسیا ترهګرو ډلو پر امن پټنځای بدل شي.

رپوټ کې ټينګار شوی چې له زندان څخه د داعش خراسان څانګې د څو زرو سرتېرو له ازادېدو وروسته اوس د یادې ډلې د جنګیالیو شمېر له ۲۲۰۰ څخه ۴۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

په ورته مهال رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د منځنۍ اسیا ترهګرې ډلې په ازاده توګه افغانستان ته تګ راتګ کوي او افغانستان کې د اسیايي هېوادونو سفارت‌خونې کابل ته د یادو ډلو د مشرانو د سفرونو شاهدې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوي په اړه ډاډ ورکړی او ویلي و چې هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې فعالیت نه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام