Asset 1SWN

د ښځو کار مخنیوي ته غبرګونونه؛ ا.ا: ټول اړخونه باید دې پرېکړې ته درناوی ولري

zanan

د ملګروملتونو دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي په غبرګون کې دغه سازمان تازه په یوې ویناپاڼه کې ویلي، ا.ا دوی اړ باسي چې یا افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، یا د دغه سازمان د قوانینو او اصولو څخه سرغړونه وکړي.

د ملګروملتونو ویناپاڼه کې دغه دوه ټاکنې وحشت‌ناکه بلل شوي او ا.ا یې د پایلو مسوول یاد کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا ا.ا بیا د ملګروملتونو دې ویناپاڼې ته په غبرګون کې ویلي چې ا.ا نه غواړي د ملګروملتونو د فعالیتونو پر وړاندې خنډ جوړ کړي، خو په وینا یې، د ښځو کار مخنیوی د افغانستان کورنۍ موضوع ده او باید درناوی ورته وشي.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې د روان بشري ناورین اصلي لامل د ا.ا پر وړاندې نړیوال بندیزونه دي او په وینا یې چې باید لرې کړل شي.

بل‌خوا د ملګروملتونو سازمان په ویناپاڼه کې ویل شوي چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د ښځو کار مخنیوي په اړه خپلې ارزونې پیل کړي چې د مې تر پنځمې به دوام ولري او له هغې وروسته به افغانستان کې د ملګروملتونو د فعالیت دوام او ځنډېدو په اړه پرېکړه وشي.

د نړیوالو اړیکو شنونکي محمود اضطرابي سلا‌م‌وطندار ته وویل چې د ښځو کار د یوناما لپاره مهمه مسله ده او که دغه موضوع افغانستان کې سیاسېږي، یوناما تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه وویل: «دا د یوناما لپاره یو حیثیتي بحث دی، ځکه یوناما یو نړیوال سازمان دی چې د ښځو کار یې د یوه اصل په توګه منلی او که دغه موضوع افغانستان کې سیاسېږي، دا د یوناما فعالیت تر پوښتنې لاندې راولي.»

بل‌خوا د نړیوالو اړیکو بل کارپوه نورالرحمن ثاقب بیا په دې باور دی چې نړۍ ته یوازې د فشار لاره پاتې او دغه لاره کولای شي، هغه سترې پروژې چې د یوناما له لوري پلې کېږي، د تطبیق شونتیا برابره کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د ملګروملتونو دفترونو کې د ښځو د کار مخنیوی شوی، خو ملګروملتونو تراوسه نه دي توانېدلې چې دې برخه کې اسلامي امارت ته قناعت ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام