ننګرهار کې د «اقلیمي بدلون» غونډه؛ ګډونوال: نړۍ دې له افغانستان سره مرسته وکړي

په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ګډونوالو د دې غونډې په دویمه ورځ د اقلیمي بدلون په اړه خپلې مقالې چې د اقلیمي بدلون پر لاملونو، اغېزو او حل‌لارو ورټولې وې، وړاندې کړې.
د دې غونډې ګډونوالو پر نړیوالو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو او اغېزو د مخنیوي لپاره مرستې وکړي.

حجت‌الله مجددي: هلمند کې خبریالان له ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وايي چې هلمند کې خبریالانو له ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي. مجددي د یادې لیدنې پر مهال ویلي چې هلمندي خبریالان د نورو ولایتونو سره په توپیر ځینو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي چې ځايي مسوولان یې باید ستونزې ورحل کړي.

پاکستان کې د بې‌سرپرسته افغان مېرمنو ژوند؛ «۳۰۰کلدارې ګټم او شپه نهاره تېروو»

پاکستان کې سلګونه افغان بې‌سرپرسته مېرمنې چې دوی ته د ورپېښو امنیتي ستونزو او یو لړ محدودیتونو له امله پاکستان ته کډه شوي، دغه هېواد کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

یادې بې‌سرپرسته افغان مېرمنې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې له کړاوه ډګ ژوند کوي او له ژوند په تنګ شوې دي.

افغانستان او سریلانکا نن دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه د فبرورۍ ۱۱مه د کوربه سریلانکا د «پالي‌کالي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي. افغان لوبډلې د یادې لوبلړۍ په لومړي سیالي کې له سریلانکا لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه چې ورسره د درېوو یو ورځنیو سیالیو روانه لوبلړۍ کې سریلانکا ۱-۰ مخکې دی.

د خوست تڼیو ولسوالي ته په ۱۵ميليونه افغانيو برښنا لېږد چارې پیل شوې

د خوست محلي چارواکي وايي چې د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت تڼیو ولسوالي ته د برښنا لېږد چارې پیل شوې.

د خوست د برښنا شرکت رييس انجینیر فولاد معاويه وايي چې وارداتي برښنا به په لومړي سر کې د ولسوالي مقام سره ونښلېږي او وروسته به نورو سیمو او کلیو ته  هم وغځول شي.

د کابل-میدان‌وردګ پر لویه لاره د «ملي بس ټرانسپورت» فعاله شو

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې له کلونو ځنډ وروسته یوځل بیا د کابل-میدان‌وردګ پر لویه لاره د ملي بس ټرانسپورټ فعاله شو.

د یاد ولایت مرستیال مولوي سیدالرحمن حافظ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د میدان‌وردګ مقام د ولسونو په غوښتننه د کابل-میدان‌وردګ پر لویه لاره د ملي بسونو د تګ‌راتګ ټرانسپورټ یې بېرته پرانېستلی دی.