Asset 1SWN

قمي: ایران ا.ا سره باور‌جوړونې او همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي

حسن-کاظمی-قمی-qjngvprj3bznzk72vf79npvhksiuxfh1ijefwy94zs

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر، حسن کاظمي قُمي نن یکشنبه «سلواغې ۲۲مه» کابل کې یوې غونډې ته وویل، هېواد یې اسلامي امارت سره د همکاریو د پیاوړتیا هڅه کوي.

هغه زياته کړه چې افغانستان کې د روانو ستونزو د حل لپاره د تهران هڅه د سیمه‌ییزې تماس ډلې رامنځته کولو طرحه وه چې لومړۍ غونډه یې د روانې میاشتې پیل کې کابل کې جوړه شوه.

هغه وويل «افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د سیمې په کچه ایران د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو طرحه وړاندې کړه چې په کابل کې يې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو په حضور کې ځانګړې غونډه جوړه شوه چې د تماس ډلې لومړنی هدف له اوسنیو واکمنانو سره د سیاسي امنیت په ټینګښت او د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې د همکارۍ او د افغانستان د خلکو لپاره د ښو شرایطو د رامنځته کولو لپاره د اجرایوي میکانیزم د لټون لپاره د زمینې برابرول دي»

حسن کاظمي قُمي د خبرو پرمهال نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو ته په خطاب کې چې دی یې د افغانستان د اوسني وضعیت لامل بولي، وویل، همدوی د افغانستان د بیارغونې او ابادولو مسوول دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم دغه غونډه کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.
دی وايي، روان کال د ایران او افغانستان لسګونو چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره یو د بل هېوادونو ته سفر کړی دی.

هغه وويل «تېرو دوه نیمو کلونو کې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او عملي برخو کې د ا.ا او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا او پراخوالی د پام وړ و او دا دواړه هېوادونه د متقابل باور د رامنځته کولو پر لور روان دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصاد مخ پر زياتېدو دی. په تېر کال کې د دواړو هېوادونو لسګونه چارواکو د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا په موخه د يوه بل له پلازمېنو ليدنه کړې او اړيکې يې د پخوا په پرتله نورې هم ټينګې شوي.»

بايد وویل شي چې په تېرو دوو کلونو کې ايران له افغانستان سره د سرحدي ستونزو او حق‌ابې ترڅنګ، له اسلامي امارت سره د اړيکو په ځانګړي ډول د اقتصادي او سياسي اړيکو د پراخېدو هڅې کړي.

همداراز د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم دغو دوو کلونو کې له ایران سره د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام