Asset 1SWN

لوګر کې څلور غله له موټر، بایسکېلونو او نشه‌يي توکو سره نیول شوي

۸۸۸۸۷۴۶غ۴۵غ۴۵

 د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په مرکز پل‌علم ښار کې څلور کسان د غلا په تور نیولي دي.

د یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، دغه کسان د مرکز پل‌علم ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په «هونې سفلي» سیمه کې د پولیسو له لوري د موټرو او له کورونو څخه د غلا په تور نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاته کړه، «له نیول شویو کسانو څخه یو کرولا ډوله موټر، یو زرنج، یو موټر‌سایکل، پنځه بایسکېلونه، د اوبو اب‌بازکونه او ۱۶کیلو ګرامه نشه‌يي توکي ترلاسه شوي دي.»

د امنیه قومنداني ویاند زیاتوي چې نیول شوي کسان د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اصلي اوسېدونکي دي او امنیتي ځواکونو یې د اوږدې مودې راهیسې د نیولو هڅې کولې.

د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د امنیتي ځواکونو له لوري څلور کسان د غلا په تور نیول شوي، خو ټینګار کوي چې له یادو کسانو دې په سمه توګه څېړنه وشي که غله وپېژندل شي، باید علني سزا ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر امنیه قومنداني داسې مهال د غلو د څلور کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي چې د دغه ولایت پل‌علم ښار کې له یوې مودې راهیسې د غلاو شکایتونه زیات شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام