Asset 1SWN

لوګر کې په نږدې پنځه میلیونه افغانیو د یوې پروژې چارې پیل شوې

لوګر۳

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو پراختیایي بودیجې په لګښت د محمداغې ولسوالي مقام د داخلې سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

جوړو شویو مراسمو ته د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالله مختار وویل، دغه وزارت د تامیناتو له پراختيایي بودیجې څخه د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت په راتلوونکو درېوو میاشتو کې د محمداغې ولسوالي د مقام داخلي سړکونه په پاخه او اساسي توګه جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 مختار زیاته کړه، په پام کې ده د کورنیو چارو وزارت له لوري د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو او ولسوالیو کې هم ورته د بیارغونې پروژې پيل شي.

د محمداغې ولسوالي، ولسوال میرهاشم حذب الله وویل، د یادې ولسوالي مقام داخلي سړکونو له جوړېدو سره به د ولسوالي رسمي کارکوونکو سربېره دغې ولسوالي ته راتلوونکي مراجعین هم پراخې اسانتیاوې ترلاسه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، اوس په محمداغې ولسوالي کې د بیارغونې په ګڼو پروژو کار چارې پیل شوی او په ۱۴۰۳ کال کې به هم د بیارغونې بېلابېلې پروژې پيل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام