Asset 1SWN

لوګر کې ۶زره ماشومانو ته د لیک‌لوست محلي ټولګي پرانېستل کېږي

IMG-20221219-WA0029

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ملګروملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۸ نوي محلي ټولګي پرانېستل کېږي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه محلي ټولګي به په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې پرانېستل شي چې شاوخوا ۶زره نجونو او هلکانو ته به په‌کې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، ذکر شوي محلي ټولګي به په هغو کلیو کې جوړ شي چې اوس یې نجونې او هلکان د بېلابېلو ستونزو له امله لیک‌لوست ته لاسرسی نه‌لري.

د لوګر  اوسېدونکي هم خوښ دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې له زده‌کړو بې‌برخې زده‌کوونکو ته نوي محلي ټولګي جوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې په محلي ټولګیو کې له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي ماشومانو ته زده‌کړې ورکول کېږي او وروسته د نورو زده کړو لپاره ښوونځیو ته جذبېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام