Asset 1SWN

پکتیا کې د لومړنیو زده‌کړو ۱۵۰ محلي ټولګي جوړ شوي

IMG-20230527-WA0012(2)

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې سلګونه نجونو او هلکانو ته د لومړنیو زده‌کړو ۱۵۰ محلي ټولګي جوړ شوي دي.

دغه محلي ټولګي د یونېسف په مالي لګښت او د افغان پرمختیایي موسسې له‌خوا جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا پوهنې رییس عبدالوکیل خالد سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد ټولګي د مرکز ګردېز ښار په ګډون په زرمت، روحاني بابا ، احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې فعال شوي او په عملي توګه په‌کې زده‌کړې روانې دي.

د هغه په وینا، دا لومړی ځل دی چې دغه ډول ټولګي د پوهنې ریاست تر څار لاندې جوړېږي چې په سلګونه نجونې او هلکان په‌کې لومړنۍ زده‌کړې ترلاسه کوي.

د پکتیا پوهنې رییس عبدالوکیل خالد زیاته کړه چې دغو ټولګیو کې هغو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې چې له ښوونځي پاتي وو.

هغه له نورو موسسو هم غوښتنه وکړه چې د دغه ولا یت په لرې‌پرتو او کلیوالي سیمو کې دا ډول محلي ټولګي فعال کړي چې په وینا یې، پاتې ماشومانو ته هم د زده‌کړو زمینه برابره شي.

یونېسف له دې وړاندې هم پکتیا کې او د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې له ښوونځیو پاتې نجونو او هلکانو ته د محلي ټولګیو له لارې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په تازه‌ګۍ سره یادې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د روان میلادي کال تر پایه به افغانستان کې د محلي ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته لوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام