Asset 1SWN

یونېسف: د روان میلادي کال تر پایه به ۲۱۰۰۰ محلي ټولګي جوړ کړو

FwJGsa_aAAEzEXa

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره (یونېسف) وايي چې افغانستان کې د ماشومانو د روزنې لپاره به د روان ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه د محلي ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته لوړ کړي.

د دغه بنسټ په وینا، دا د یاد سازمان د چټکو زده‌کړو د پروګرام یوه برخه ده چې د افغانستان هغو سیمو کې تطبیقېږي چې دولتي ښوونځي ترې لرې، یا یې نجونې او هلکان په پراخه کچه له زده‌کړو محروم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یونیسف پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «د یونېسف دا پروګرام د اسیا بانک، نړیوال بانک، جنوبي اسیا او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د پروګرام له‌خوا تمویلېږي. بامیان کې ۴۶۶ محلي ټولګي جوړ شوي چې ۹۴۰۰ نجونې او هلکان په کې زده‌کړې کوي. د روان میلادي کال تر پایه به د دغه ډول محلي ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته ورسېږي.»

طیبه‌ طیب چې یوه لرې ولایت کې د یونېسف محلي ټولګیو کې درس ورکوي، سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، دغو ټولګیو کې د تدریس له پیل څخه ورته معلومه شوې چې د ماشومانو د زده‌کړې کچه ډېره ښه ده.

هغې وویل: «ډېری مضمونه چې موږ تدریسوو، دري، انګلیسي او ریاضي دي. زموږ فعالیتونه په دې اړه هم دي چې څنګه د ماشومانو روح او روان باندې کار وکړو. تر کومه بریده چې موږ کار کړی، اغېزمن ثابت شوی. دوی زده‌کړې، مخکې ځي او له رواني اړخه هم ښه شوي دي.»

د محلي زده‌کړو یوه مرکز کې استاد حکمت‌الله ټولنه کې د سواد سطحې لوړولو لپاره د دغه ډول ټولګیو رامنځته کول مهم بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.

نوموړي وویل: «زه د محلي زده‌کړو یوه مرکز کې درس ورکوم. ۳۰ زده‌کوونکي لرم. یونیسف د دغو ټولګیو ملاتړ کوي. هره دوره کې نهه میاشت درس ورکوو. مونږ غواړو چې دغه ټولګي ډېر شي او د بې‌سوادۍ کچه کمه شي، دا د ټولنې لپاره ډېر ګټور دي.»

په ورته وخت کې د ښوونې او روزنې برخې کارپوه محمدحسن مجاهد وویل، دا چې یونېسف له محلي ټولګیو څخه څارنه کوي، د دغو ټولګیو د اغېزمنتیا او د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه ډېره لوړه ده.

هغه زیاته کړه: «په ټوله کې افغانستان کې ماشومان د بېلابېلو لاملونو له کبله له ښوونځیو پاتې شوي. همکارې موسسې هغه ماشومان چې له زده‌کړو محروم دي، تر درېیم ټولګي پورې زده‌کړې ورکوي. اغېز لري، ځکه دغه ماشومان باندې څارنه ډېره ده.»

افغانستان کې څو لسیزې جګړې او سیاسي شخړې لامل شوي چې د هېواد مختلفو سیمو کې د ډېری ښوونځيو په تعطیل او ویجاړېدو سره، ګڼ شمېر ماشومان له زده‌کړو محروم شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف هېواد کې د محلي ټولګیو په جوړولو سره هڅه کوي چې له زده‌کړو بې‌برخې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام