Asset 1SWN

یونېسف: افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ دي

1C7B01B1-2D69-4B03-9098-1184923D17F2_cx0_cy7_cw0_w1200_r1

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ۲۰۲۳ کال کې به افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ وي.

یونېسف همداراز لیکلي چې  افغانستان کې لوږې تر ډېره افغان ماشومان اغېزمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) زیاته کړې چې یادو ماشومانو سره د مرستې لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

دا په داسې مهال دی چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (یونېسف) اجرايي مدیرې کاترین راسل ویلي، نړۍ کې ۱۷۳ میلیونه کسانو په ځانګړې توګه ۱۱۰ میلیونه ماشومانو سره د مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړې ویلي و چې افغانستان د اړمنو هېوادونو په سر کې دی او د ۱۹ میلیونه افغانانو په ځانګړې توګه د ۱۰ میلیونه ماشومانو لپاره د بشر‌دوستانه اړتیاوو برابرولو په موخه ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د هغې په وینا، ماشومان تر بل هر وخت ډېر بشردوستانه مرستو ته اړمن دي او نړۍ کې د نښتو، کډوالۍ، ناروغیو او خوارځواکۍ په ګډون له جدي ناورینونو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام