پوهنې وزارت نن د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو کلنۍ ازموینه واخیسته

د پوهنې وزارت نن د هېواد په سړو سیمو کې د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو د فراغت کلنۍ ازموینه واخیسته.

د ښوونځیو د یو‌شمېر نجونو زده‌کوونکو په وینا، دغه کلنۍ ازموینه نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۶مه د ټولو درسي مضمونونو په ګډون په یوه ورځ ترې اخیستل شوې ده.

یونېسف: افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ۲۰۲۳ کال کې به افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ وي.

یونېسف همداراز لیکلي چې  افغانستان کې لوږې تر ډېره افغان ماشومان اغېزمن کړي دي.

بدخشان کې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

د بدخشان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مایمي ولسوالي کې د سختو اورښتونو له کبله د یوه کور چت لوېدلی چې پر مهال یې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي، پېښه د مایمي ولسوالي اړوند «زنیف» کلي کې رامنځته شوې او مړو شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.