Asset 1SWN

پوهنې وزارت نن د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو کلنۍ ازموینه واخیسته

61227725_905

د پوهنې وزارت نن د هېواد په سړو سیمو کې د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو د فراغت کلنۍ ازموینه واخیسته.

د ښوونځیو د یو‌شمېر نجونو زده‌کوونکو په وینا، دغه کلنۍ ازموینه نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۶مه د ټولو درسي مضمونونو په ګډون په یوه ورځ ترې اخیستل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د پوهنې برخې کارپوهان د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو څخه له درس ویلو پرته د ازموینې اخیستل، د هېواد د پوهنې نظام په زیان بولي.

د پوهنې وزارت پخواني مرستیال صدیق پتمن له درس ویلو پرته د دولسم ټولګیو له زده‌کوونکو د ازموینې پر اخیستو نیوکه کوي او وايي، د دغه ډول ازموینو اخیستل، نجونې زده‌کوونکې د خپل ظرفیت لوړولو لپاره هڅو کولو څخه زړه‌ توري کوي.

نوموړي وویل: «دغه ډول ازموینې د پوهنې پر زیان دی او زده‌کوونکې زړه تورې کوي چې هېواد کې د زده‌کړو پر کیفیت اغېزه کوي او اسلامي امارت باید د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.»

په ورته وخت کې یوشمېر نجونې زده‌کوونکې اسلامي امارت څخه غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د دولسم ټولګیو ازموینه کې ګډون‌کوونکې سیما وايي چې نجونو زده‌کوونکو ته باید د زده‌کړو زمینه برابره شوې وای چې نه ده شوې او اسلامي امارت باید له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

له دې سره د دولسم ټولګي زده‌کوونکې مریم چې نن یې د واده مراسم دي، وايي، د خپل واده پر ورځ ښوونځي ته راغلې، څو د دولسم ټولګيو د نجونو زده‌کوونکو ازموینه کې ګډون وکړي.

نوموړې وویل: «همداوس ټول مېلمانه هوټل کې دي او د واده مراسم مې په شروع کېدو دي او نن غرمه مې کابل کې د واده مراسم ترسره کېږي، خو وغوښتل چې له واده مخکې د ښوونځیو ازموینه کې ګډون وکړم چې دا مې یوه هیله وه.»

د مریم پلار شېرمحمد وايي، د درسونو د دوام لپاره تل خپلې لور څخه ملاتړ کوي. د نوموړي په وینا، نن غرمه یې د لور واده دی او نوموړي هغه ښوونځي ته راوسته، څو ازموینه کې ګډون وکړي.

د نجونو زده‌کوونکو په وینا، دولسم ټولګيو د زده‌کوونکو ازموینه کې له ۱۴ درسي کتابونو څخه ۱۴۰ څلور ځوابه پوښتنې مطرح شوې وې.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د پوهنې وزارت داسې مهال له درس ویلو پرته د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو ازموینه اخلي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته له تلو محرومې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام