Asset 1SWN

بنګلدېش هند ته دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه

350391

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې نن په خپل کوربه‌توب د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په دویمه لوبه کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې جوړې او هند ته د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

د بنګلدېش لوبډلې په داسې حال کې چې په ۶۹ منډو کې یې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، د محمدالله نیمه سیلیزې او مهدي حسن معراج د سیلیزې پر مټ یې وکولای شوای چې هند ته لوړ هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې هند له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته ماته ورکړې ده.

د بنګلدېش لپاره په توپوهنه کې مهدي حسن معراج ۱۰۰ او محمدالله ۷۷ منډې جوړې کړې.

دغه لوبې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام د سوپر لیګ سیالۍ دي چې هره لوبه یې لس امتیازونه لري. هند لا له وړاندې د کوربه‌توب له امله د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لاره پیدا کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

هند له درېوو یو ورځنیو لوبو وروسته بنګلدېش سره دوه ټسټ لوبې هم لري چې لومړۍ ټسټ لوبه به یې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۴ نېټه پیل شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام