Asset 1SWN

د کورنيو چارو وزارت: دوه نيمو مياشتو کې د هېواد په کچه ۲۱۰۰ جنايي پېښې ثبت شوي

Abdul-Nafi-Takor-pyt7iaaum7co9qkaj7vp3ok5czy7pba073e4uwni4o
د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، د روان کال د تلې مياشتې له پیله تر اوسه (په تېرو دوه نیمو میاشتو کې) په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۲۱۰۰ جنايي پېښې شوي چې له ډلې يې ۱۶۲۵ پېښې کشف شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور نن چهارشنبه د ليندۍ ۱۶ مه په دغه وزارت کې د يوې خبري ناستې پرمهال ويليچې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا ۲۶۷۵ کسان جنايي پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي او نږدې ۲۰۶ نور تورن کسان تر څار لاندې دي.

نوموړي وويل: «دغه کسان د انسان تښتونې، قتل، وسله والو غلاوو، جنسي تیري، زنا، د ملکیتونو غصب، د الکولي مشروباتو استعمال، انساني قاچاق، د نشه يي توکو قاچاق، درغلۍ، د غیر قانوني وسلو ګرځولو او له کوره د تېښتې په تور نیول شوي دي.»

دا په داسې حال کې دی چې لاهم یوشمېر هېوادوال د جنايي پېښو او  غلاوو له ډېروالي شکایت کوي.
د کابل ښار  اوسېدونکي شکېب سلام‌وطندار ته وویل: «زه پخپله د یوې داسې قضیې شاهد یم چې غلو یو ځل زما د تلیفون د تښتولو هڅه وکړه او دوی پر موټرسایکل سپاره وو، خو بریالي نه شول. همدارنګه، زما یو ملګری غلو د مزارشريف پر لاره ووهه او ټولې پیسې او هر څه يې ترې واخيستل.»

د یادونې وړ ده چې د ټول هېواد په کچه د وروستیو میاشتو پر مهال د جنایي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام