طالبانو په ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکيان وژلي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د وسله‌والو طالبانو بريدونو کې په تېرو  ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او  ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د ياد وزارت وياند طارق ارين پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي.

نوموړي ليکلي، طالبانو په دومره موده کې  ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ چاودنې کړې دي.

امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته له ورتګه ډډه وکړه.

ټاکل شوې وه نن ولسي جرګه د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنيو چارو وزارت او  د ملي امنيت سرپرست رييس په موجوديت کې بېړنۍ ناسته وکړي؛ خو امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول.