Asset 1SWN

سلام وطندار

طالبانو په ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکيان وژلي

B4F47BF9-E0E0-4F46-8518-0B44A33D53FC_w1200_r1_s-p03dzc4xb4i22xrcp08jlocsljuft8s2ab28zzzno4

 

د کورنیو چارو وزارت وایي، د وسله‌والو طالبانو بريدونو کې په تېرو  ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او  ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د ياد وزارت وياند طارق ارين پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي.

نوموړي ليکلي، طالبانو په دومره موده کې  ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ چاودنې کړې دي.

ارين ویلي، طالبانو د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف ملکي وګړيو او عامه تاسیساتو ته زیان رسولی دی.

د نوموړي په وینا، د خلکو وژل جنګي جنایت دی او هېڅ ډول توجیه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۳ مياشتو راهيسې د قطر په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

له دې خبرو سره سره هېواد کې تاوتريخوالی ډېر شوی دی چې افغان دولت، امريکا، ناټو او يو شمېر نورو ويلي چې افغانستان کې د تاوتريخوالي ډېرېدل هېڅ د منلو نه دی.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې د حکومت د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام