Asset 1SWN

بلخ کې طالبانو یوه مېرمن دولت سره د همکارۍ په تور وژلې

Balkh-City-oxkftllz21pu9u4n65x0koziagrwyk3ep9xyfmmh04

د بلخ د زارع ولسوال سیف‌الرحمان رحماني وايي، طالبانو دغه مېرمن چې د دغې ولسوالۍ مرکز کې یې امنیې قومندانۍ ته نږدې ژوند کاوه، تېره شپه دولت سره د همکارۍ په تور لومړی له کور څخه تر خپل کنټرول لاندې سیمې ته بیولې او وروسته یې وژلې ده.

رحماني وویل، طالبانو د دغې مېرمنې جسد یوه کنده کې تر خاورو لاندې غورځولی و.

د بلخ د زارع ولسوال په وینا، دغې مېرمې دولت سره هېڅ همکاري نه درلوده او داچې د پولیسو قومندانۍ ته نږدې یې ژوند کاوه، طالبانو دولت سره د همکارۍ په تور وژلې ده.

نوموړي وویل، یادې مېرمنې ۴۲ کاله عمر درلود او یوې بې‌وزله کورنۍ کې یې ژوند کاوه.

په همدې حال کې د بلخ د امنيې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل دغه پېښه تاییدوي او وايي، طالبانو تېره یوه میاشت کې زارع ولسوالۍ کې دوه مېرمې او یو نارینه دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام