په قطر کې د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرو له پیلېدو راهیسې په هېواد، په ځانګړې توګه کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې تاوتریخوالی او هدفي وژنې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

بله‌خوا په دوحه کې د افغان سولې دویم پړاو خبرو کې د کاري اجندا پر سر د ځینو اختلافاتو له کبله له څه باندې یومیاشتني ځنډ وروسته دواړه لوري پرون بېرته سره ناست دي.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل پر ټویټر هیله ښودلې چې حالاتو ته په کتو ښايي په تاوتریخوالي کې کموالی راشي.

په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي هم باور لري چې پر طالبانو نړیوال فشارونه ډېر شوي او هره ورځ پرې نیوکې کېږي چې د دوحې له هوکړې یې سرغړونه کړې او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی فیض‌الله جلال وایي، ښايي طالبان د نړیوالو له فشارونو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا او ناټو وروستي دریځ اړ کړي وي چې تاوتریخوالی را کم کړي.

د هغه په وینا، طالبان فکر کوي، که تاوتریخوالی کم نه ‌کړي، د بهرنیانو د نه‌ وتلو ملامتیا به پر دوی واچول شي.

د پوځي چارو شنونکی عتیق‌الله امرخېل هم ورته نظر لري. هغه وايي، په دې وروستیو کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې هغې پرېکړې چې دوی به د افغانستان وضعیت ته په کتو له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي، پر طالبانو اغیز کړی او په وینا یې، ښايي د تاوتریخوالي کچه را ټیټه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر محمداشرف غني هم تېره ورځ د لومړي ځل لپاره له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د خپلې پنځه کلنۍ واکمنۍ پر مهال سولې ته رسېدل ډېر مهم بللي دي.

د سیاسي چارو شنونکي هم په دې اند دي چې د ولسمشر دا نرمښت به د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمېدو کې مرسته وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام