سعودي عربستان پرون د اسلامي همکاریو له سازمان څخه وغوښتل چې افغانستان کې د روان وضعیت ارزولو، بشري مرستو او ځینو نورو مسایلو په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي چې پاکستان یې هم کوربه‌توب ته چمتوالی ښودلی. د چارو یو‌شمېر شنونکي د دې غونډې جوړېدل د افغانستان په ګټه بولي.

د چارو شنونکی محمدحسن حقیار وايي، دا چې پاکستان د افغانستان مسایلو کې ښکیل هېواد دی او ډیری کړنې یې افغانانو سره د دښمنۍ په مانا دي، نو نه ‌باید په دې برخه کې د هېوادونو ترمنځ د سیالیو مسله مطرح شي او پاکستان یې کوربتوب وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې ښايي د اسلامي همکاریو سازمان په دغه غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو ته قناعت ورکړل شي چې د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو په څېر د ځینو هېوادونو مشروع غوښتنې ومني.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «دا چې د سعودی په غوښتنه د افغانستان په اړه د یو نړیوال اسلامی کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کیږی، دا ښه خبر ده او سعودی تفریبا د اسلامی نړی د قیمومیت دعوا کوې او خپله سعودی هم یو شتمن هیواد دی. دوی هم افغانستان سره هر اړخیزه مرستی کولای شی او که دا کنفرانس جوړ شې، افغانستان سره به مرسته وشې، او له اقتصادی انزوا به د افغانستان د رایستو ښه هڅه وی.»

د نړیوالو چارو کارپوه محب‌الله شریف بیا په دې باور دی چې اسلامي هېوادونو له وړاندې باید د افغانستان وضعیت په اړه خپل مسولیت ترسره کړی وای.

نوموړی وايي، که سعودي له خپل واک او خپلو دیني او شریعي واکونو څخه د خلیجي سیالیو لپاره کار وانه‌خلي، نو دا ناسته به د افغانستان د وضعیت په اړه مهمه وي.

د هغه په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې کوربه‌توب لپاره د پاکستان چمتوالی به د خلیجي سیالیو لپاره وي، ځکه په خبره یې پاکستان قطر سره د ډېرو ناستو په اړه مرسته کړې او اوس ښایي سعودي ور څخه غوښتنه کړې وي چې نور د افغانستان د مسایلو په اړه سعودي ته لاس ورکړي. هغه وویل، که داسې وي نو دغه غونډه به د افغانستان لپاره مثبتې پایلې ونه ‌لري.

نوموړي وویل: «په نړیواله کچه ټولو هیوادونو ته دا پیغام ورکوې چې افغانستان یواځی نه دی او هیوادونه ورسره دریږی. داسی څوک شته چې د افغانستان بد وضعیت ته اوږه ورکړې او په ښه لوری یی بوځی. خو مهمه مسله داده چې دا غونډه د خلیجی سیالی په خاطر نه وې او د افغانستان په قضیه کی د مخکښ کیدو او کلیدی رول لوبولو په نیت نه وی، بلکی د افغانستان دولت د بد حالت د مخنیوی په خاطر وې.»

اسلامي امارت د افغانستان په اړه دغې جوړېدونکې غونډې څخه هرکلی کړی. د اسلامی امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وایي، دا چې سعودي د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتي چې د افغانستان وضعیت څېړلو په موخه بېړنۍ غونډه را وبولي، ورڅخه ملاتړ کوي او تمه لري چې دغه ډول ناستې به د افغانستان ستونزې حل کړي. وثیق زیاتوي، هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د ستونزو هواري لامل کېږي، اسلامي امارت یې هرکلی کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کی ده چې همدا اوس هم د افغانستان د ستونزو د حل او نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو په موخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان او امریکایي پلایو ترمنځ ناستې دوام لري او تر دې وړاندې هم په نورو هېوادونو کې ورته ناستې جوړې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام