Asset 1SWN

د اسلامي همکاریو سازمان: طالبان دې ژرترژره اوربند ومني

OIC-1-270x147

د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه‌ورځنۍ غونډې په پای کې له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم او ژرترژره اوربند ته غاړه کېږدي.

د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د لیندۍ په اوومه او اتمه د نایجر په پلازمېنه نیامي کې جوړه شوې وه.

دغه سازمان په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو، په تېره د ملکیانو په نښه کولو د غندنې ترڅنګ، د افغان سولې پروسې ملاتړ اعلان کړ.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په اووه‌څلوېښتمه غونډه کې د بېلابېلو پرېکړه‌لیکونو په صادرولو سره چې درې یې د افغانستان د وضعیت، د داعش جنایتونو او سیمه‌ييزو نوښتونو په اړه وو، د افغان حکومت او خلکو ملاتړ هم کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د غړیو هېوادونو له مذهبي بنسټونو او دیني عالمانو غوښتي چې په افغانستان کې روانه جګړه تحریم او د سولې خبرواترو ملاتړ وکړي.

دغه سازمان د سولې خبرواترو د غوڅ ملاتړ ترڅنګ، له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې د دې پروسې ملاتړ وکړي. د یاد سازمان په وینا، د سیاسي حل‌لارې بنسټ باید د تاوتریخوالي بندول، له ترهګرو ډلو سره پرېکون، د ولسواکۍ په برخه کې د لاسته راوړنو ساتل وي او دا لاسته راوړنې باید د تېرو ۱۹ کلونو پر مهال د ولسواکۍ، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او د اساسي قانون په پام کې نیولو برخه کې د ټولو افغانانو لپاره وي.

افغان دولت د افغانستان د ملاتړ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د پرېکړه‌لیکونو هرکلی کړی او هغه یې په دې برخه کې د اسلامي نړۍ واحد دریځ بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان اسلامي جمهوریت غواړي چې د دغو پرېکړه‌لیکونو د محتوا او پلي کېدو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان سره له نږدې کار وکړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام