Asset 1SWN

د کندهار د دامان پر امنيې قومندانۍ موټربم بريد؛ د قومندان په ګډون په‌کې ۳۴ کسان ټپيان شوي

Qandahar-OkOk-ozi5l059dvz7pno9fk07xbybjs7fqxwkj7cys3p3mc

 

د کندهار محلي مسوولان تاييدوي چې د ياد ولايت د دامان ولسوالۍ پر امنيې قومندانۍ موټربم بريد کې د ملکيانو په ګډون په‌کې ۳۳ کسان ټپيان شوي دي.

د ياد ولايت د والي وياند بهیر احمدي وايي، دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې دامان ولسوالۍ امنيې قومندانۍ کې د يوې غونډې پر مهال شوې ده.

د احمدي په وينا، په دې پېښه کې د ملي امنیت ۲ کارکوونکي، ۹ پولیس، ۷ کسه د ولسوالۍ مامورین او ۱۵عام وګړي ټپیان شوي دي.

بهير احمدي زياته کړه چې په چاودنه کې هېڅوک نه دي وژل شوي او ډېری کسان هم برسېرن ټپيان شوي دي.

کندهار کې يوه بله امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، په دې پېښه کې د دامان ولسوالۍ امنيې قومندان عبدالودود هم ټپي شوی دی.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، د پېښې له  ځايه ۱۱ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا رييس ډاکټرمحمد اشرف نادري سلام‌وطندار ته بيا وايي چې د چاودنې له ځايه ۸ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي چې د ډېريو روغتيايي حالت ښه دی.

له بل پلوه کندهار کې امنيتي مسوولان وايي چې تېره شپه په ژړۍ ولسوالۍ کې هم د پولیسو د قومندان شمس الله مېلمستون ته لاسي بمونه غورځول شوي دي چې ځاني زيان نه‌لري خو يوازې مېلمستون وران شوی دی.

تراوسه د دواړو پېښو د مسوولیت په اړه چا څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام