د کابل ښار واټونه او کوڅې تل د جنايي پېښو او وژنو شاهدې وې، خو په دې وروستیو ورځو کې جنايي پيښې زیاتې شوي چې دغې چارې ښاریان اندېښمن کړي دي. که څه هم د قتل، وسله والو غلاوو، د ناقانونه وسلو لېږد او سړي تښتونو ته ورته جرمي پېښو کې ډېری وخت ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په وروستیو کې د جنايي جرمنو په کړنلارې کې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره ښاریان په ډله‌ییزه توګه قرباني ورکوي.

د قربانیانو کورنۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اړوندو امنیتي بنسټونو کړنې د قناعت وړ نه بولي او وايي چې په دې اړه هېڅ ډول څېړنې نه ترسره کېږي.

فریدون د یوې جنايي پيښې قرباني دی چې د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار په یولسمه ناحیه کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو، د نوموړي کورنۍ د دغې پېښې څېړلو ته د شک په سترګه ګوري، خو د یادې پيښې د عاملانو د نیولو غوښتنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یو‌شمیر امنیتي کارپوهانو په باور په امنیتي بنسټونو کې فساد، کمزورتیا او نامسلکيتوب د دې لامل کېږي چې جنايي پېښې زیاتې شي.

د امنیتي او پوځي چارو شنونکی ظاهر عظیمي وايي، له مجازاتو څخه د بخښنې دود او په سمه توګه د قانون نه پلي کېدل هغه څه دي چې له امله یې جنايي پېښې زیاتېږي.

هغه وايي: «یواځې اعلانېږي چې فلانی په فلاني جرم نیول شوی دی، نه ترې مصاحبه خپریږي، نه یې څېره ښکاره وي او نه یې هم د محاکمې څرک لګیږي، که چېرې له نیول شویو کسانو څخه د دوو یا څو تنو علني محکمه وشي او درنه سزا ورته واورل شي، نور به په لوړه کچه د جرمنو شاهدانو ونه اوسو.»

خو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمنو کچه کمه شوې او هره ورځ امنیتي بنسټونه په دې اړه هڅې کوي او دغو پېښو ته رسېدنه کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، هر ورځ لسګونه کسان د قانون منګولو ته سپارل کېږي، خو د جنايي جرمنو صفر ته راښکته کېدل شونتیا نه لري.

هغه وویل: «دا جرایم چې هېواد کې مطالعه کړئ شته، یوازې امنیتي او نظامي مسله نه‌ده، یوه برخه یې ټولنې پورې تړاو لري چې یوه ټولنه د هغو ځوانانو تربیه کولو ته څومره چمتو ده چې د جرمي ډلو غړیتوب اخلي او د امنیت د اخلال عامل په توګه پېژندل کېږي.»



د جنايي جرمونو د پېښو په لړکې وروستۍ هغې کې یې  چې د پنجشنبې په ماښام د کابل ښار د اتمې ناحیه «دره‌وحدت» سیمه کې شوې، دوه کسان وژل شوي او ۳ ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ د معلوماتو پر اساس، تېرو شلو ورځو کې کابل ښار او ولسوالیو کې ۱۱۷ بېلابېلې جنايي پېښې شوي چې په تړاو یې ۱۶۲ تورن کسان نیول شوي دي.

په دغو پېښو کې ۱۹ د وژنې، ۳ د ځان وژنې، ۶ د جسد موندلو، ۲۳ د ټپي کېدو، ۱۵ د مبایلونو د غلا، ۱۹ د توکو د غصب، ۱۵ د موټر غلا کولو، ۱۵ وسله‌والو غلاوو، ۵ د جنسي تیري او ۱۴ د ناقانونه وسلې د لېږد پېښې شاملې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام