د خبریالانو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د خپلو دندو پر مهال وژل شوي دي. دغه بنسټ د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې د خبریالانو د وژنې ډېرې پېښې په افغانستان کې وې.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون زیاته کړې چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یادې شمېرې د خبریالانو د وژنې تر ټولو ټيټه شمېره ده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د خبریالانو د وژنې ۶۵ پېښې ثبت شوې وې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبریالانو نړیوال فدارسیون همداراز ویلي، په ۲۰۲۱کال کې د خبریالانو د وژنې شمېرې هغه بهیر تاییدوي چې د رسنیو کارکوونکي په ټولنه کې د فساد، جرم او له واکه څخه د ناوړه ګټنې اخیستنې د افشا کولو له امله په ښارونو او خپلو هېوادونو کې وژل کېږي.
دغه بنسټ ټينګار کړی چې ۳۳ خبریالان د هدفي وژنو په بریدونو کې وژل شوي چې ۹ یې په افغانستان کې، ۸ په مکسیکو، ۴ په هند او ۳ په پاکستان کې وژل شوي دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له ۱۹۹۱ تراوسه په نړۍ کې ۲۷۲۱ خبریالان وژل شوي دي.