په ۲۰۲۱ کال کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې د خپلو دندو پر مهال وژل شوي دي. دغه بنسټ د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې د خبریالانو د وژنې ډېرې پېښې په افغانستان کې وې.