د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله ۱۰۱ ناروغان مړه شوي او په همدې موده کې بیا د کورونا ویرووس ۲۳۱۳ تازه پېښې ثبت شوي دي.  نوې ثبت شوې پېښې د ۶۰۹۲کسانو له کتلو وروسته ترلاسه شوي.

د رسمي شمېرو پر اساس په تېره یوه شپه او ورځ کې د مړو شویو شمېر په هېواد کې د کورونا ویرووس له پېل راهیسې کمساری دي. په همدې حال کې له کورونا څخه په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۰‍۱ ناروغان بېرته رغېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د مړو او نویو ثبت شویو پېښو سره په ټول هېواد کې تراوسه پر کورونا ویرووس ۹۸۸۴۴کسان اخته شوي او ۳۹۴۳ کسان بیا له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

په نړۍ کې هم تراوسه له ۱۷۷ میلیونه او ۸۲۸زرو څخه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له دې ډلې ۳ میلیونه او ۸۴۹زره کسان مړه شوي او ۱۶۲میلیونه او ۳۳۸زره کسان ترې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې په نړۍ کې تر ټولو ډېرې د کورونا ویرووس پېښې پکې ثبت شوي دي. امریکا د کورونا له امله د ډېرې مړینې له کبله په نړۍ کې لومړی ځای لري. په دغه هېواد کې تراوسه د کورونا له امله ۶۱۶زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام