غور کې د کثافاتو او کارول شویو طبي توکو راټولونکي پر ناروغیو اخته شوي
غور کې یوشمېر هغه ماشومان او مېرمنې چې د بېوزلۍ له امله د ښار له کثافاتدانیو، کثافات او کارول شوي طبي توکي راټولوي، پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
غور کې یوشمېر هغه ماشومان او مېرمنې چې د بېوزلۍ له امله د ښار له کثافاتدانیو، کثافات او کارول شوي طبي توکي راټولوي، پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د لوګر د ولایتي روغتون مسوولان وايي، د هوا په ګرمېدو سره دغه ولایت کې پر نسناستې ناروغي د اخته ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
دوی زیاتوي چې تېره یوه اوونۍ کې ولایتي روغتون ته ۲۰۰ ماشومان چې پر نسناستې ناروغي اخته وو، د درملنې لپاره یې مراجعه کړې ده.
د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې له رسېدو سره هممهاله لا هم هېواد کې مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقوقو په ځانګړې توګه له زدهکړو او کار محرومې دي.
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، خو د یونیم کال په تېرېدو یې دروازې هماغسې بندې دي.
زابل کې د تېرو کلونو په پرتله روان لمریز کال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په کمسارې توګه لوړه شوې ده.
روغتیايي چارواکي وايي، روان ۱۴۰۱ کال کې زابل کې ۱۳۶۱ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۰ کال دغه شمېر ۹۸۰ ته رسېده.
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالي کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.
د مسوولانو په وینا، دغه ناروغۍ د شاجوی ولسوالي په «فتوزو» سیمه کې خپره شوې چې له امله یې دوه ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، افغانستان کې د ژمي په رانږدېکېدو سره پر سینهبغل او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې زیاتې شوي. یادې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، یوازې د کابل په اندراګاندي روغتون کې د تېر کال په پرتله سږ کال پر سینهبغل له پنځو کلونو څخه د کم عمره اخته ماشومانو ۵۵ سلنه پېښې زیاتې شوې دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن د «سرې میاشتې ټولنې اوونۍ» په مناسبت د ټول هېواد په سطحه د اړمنو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن کابل کې د خپل کلني راپور د واړندې کولو پرمهال وویل چې دغه وزارت د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت د روان کال له پیله وړاندوینه کړې وه چې ښايي ۱.۱ میلیونه ماشومان هېواد کې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي، خو یاد وزارت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر له هغه کم بولي چې دوی یې وړاندوینه کړې وه.
د غور روغتیايي مسوولان وايي چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال دغه ولایت کې د خوارځواکۍ له امله ۸ ماشومان مړه شوي دي.
د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولايت د خاص روزګان ولسوالي په یوه کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسان پر نسناستي اخته شوي دي.
د خوست اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ماشومانو او ځوانانو په پرتله د لوړ عمر لرونکي کسان ډېر پر کورونا اخته شوي چې ځينې ترې روغ او یوشمېر یې له امله مړه شوي دي.
یوشمېر دغه کسان چې عمرونه یې زیات دي، سلاموطندار ته ویلي، په خپلو کورنیو کې لومړي کسان وو چې پر کورونا اخته شوي او وروسته یې ترې د کورنۍ ماشومان هم نیولي دي.
کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مسوول ډاکټر سورګل نوزادي وايي چې په تېرو ۳میاشتو کې یاد روغتون ته پر خوارځواکۍ اخته ۸۰۲ ناروغان ور وړل شوي چې له ډلې یې ۳۲ ناروغان مړه شوې دي.
په فراه ولایت کې هره ورځ په سلګونه کسان د دغه ولایت مرکز او د لرو پرتو سیمو روغتیايي مرکزونو ته د کورونا ویرووس ضد واکسین ترلاسه کولو لپاره ورځي. د فراه اوسېدونکي له ټولو خلکو غواړي چې خپلې روغتیا ته پام وکړي او کورونا ویرووس ضد واکسین ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو کې د خلکو له لوري د دغه وزارت سپارښتونو ته د نه پاملرنې او په ټولنه کې د کورونا ویرووس له خپراوي څخه اندېښنه ښايي.
د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویرووس له امله ۹۲کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په همدې موده کې ۴۶۷۰ د کورونا ویرووس شکمنې پېښې کتلي چې له ډلې یې ۱۲۷۲ هغه مثبتې ختلې دي. په تېره یوه شپه او ورځ کې بیا ۹۳۵ کسان هم له کورونا ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون