د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولايت د خاص روزګان ولسوالي په یوه کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسان پر نسناستي اخته شوي دي.
د روزګان د عامي روغتيا ريیس ډاکټر محمد الله روحاني سلاموطندار ته ویلي چې د خاص روزګان ولسوالي په «اوفران» کلي کې د وروستيو سېلابونو له امله د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی سخت شوي چې له کبله یې په دغه کلي کې لسګونه کسان پر نسناستي ناروغۍ اخته شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د تېرو پنځو ورځو پرمهال په اوفران کلي کې شاوخوا ۱۰۰ کسان پر نسناستي اخته شوي دي. ډاکټر روحاني زیاته کړه چې دوی سيمې ته روغتيايي ډلې استولي، څو ياده ناروغۍ کنټرول کړي.
خو د اوفران کلي اوسېدونکي بیا پر نسناستي ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له دې هم لوړ ښيي. دوی وايي چې په سیمه کې یې پر نسناستي ناروغۍ شاوخوا ۲۰۰ کسان اخته شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په افغانستان کې وروسته له هغه پر کولرا د اخته کسانو شمېر لوړ شو چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونه راووتل او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود شو.